Language

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړه شوو شمېر له ٣٥٠٠ واوښت

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٨): د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې تر اوسه د کرونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٥٠٠ کسان مړه شوي چې له چين وروسته ډېرى کسان په ايران او ايټاليا کې مړه شوي دي.

د ياد سازمان د معلوماتو له مخې، دا ناروغي چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره د چين په اوهان ښار کې پيل شوه، تر اوسه ٩٤ هېوادونو ته خپره شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې ١١٠زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې يې څه باندې ٣٥٠٠ تنه مړه، شاوخوا ٤٠زره يې تداوي شوي او نور يې تر درملنې لاندې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې  د کرونا پر ويروس د اخته شوو کسانو د مړينې کچه ٣،٤ سلنه ده، خو اوس هم د دې ناروغۍ له امله د تلفاتو شمېره ځکه دقيقه نه ده چې ځيني کسان له ورته نورو ناروغيو مړه شوي دي.

له چين وروسته د دې ناروغۍ له امله زيات کسان په ايټاليا، ايران او سوېلي کوريا کې پر دې ناروغۍ اخته او مړه شوي دي.

د ايران د ملي شورا د ٢٥ غړو او يو شمېر چارواکوپه ګډون شاوخوا ٥٠٠٠ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه ١٥٠ کسان مړه شوي دي.

دغه راز په ايټاليا کې هم پر دې ناروغه د اخته شوو کسانو زرګونو ته رسېږي او ٢٣٠ نور کسان مړه شوي دي.

بلخوا د سوېلي کوريا رسنيو ويلي چې هلته هم څه باندې شپږ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه ٤٢ کسان مړه شوي دي.

امريکا ته هم دغه ناروغۍ رسېدلې او تر اوسه ٤٠٠ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او ١٩ کسان نور مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم د کرونا څلور مثبتې پېښې شوې دي چې ټول په هرات ولايت کې دي .

د عامې روغتيا وزارت وايي چې ټول ١١٩ مشکوکې نمونې مرکزي لابراتوارونو ته راوړل شوي وو، چې ١١٥ يې منفي وو.

login or register a new account.