ګردېز (پژواک، ١٨ کب ۹۸): د ګردېز اړوند د تېرې سيمې اوسېدونکي وايي، دولت ورڅخه د دوی ۲۵۷ جريبه پلرنۍ ځمکه غصبوي چې دوى يې سخت اندېښمن کړي دي.
دوی د کب په ١٨مه په اعتراضيه غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د يادې ځمکې شرعي قباله او مالياتي اسناد لري، خو اوس د پخواني هوايي ډګر له ۵۶ جريبه ځمکې سره پکتيا پوهنتون ته سپارل کېږي.
د تېرې سيمې يو قومي مشر حاجي ډَولي وايي، په دغې سيمه کې هوايي ډګر يواځې ۵۶ جريبه ځمکه لري او پاتې د دوی خپله پلرنۍ ځمکه ده چې د ظاهر خان د واکمنۍ شرعي قبالې او اسناد لري.
ده زياته کړه، د پکتيا پخواني والي حکيم تڼيوال ورڅخه په موقتي ډول د همکارۍ په توګه د الوتکو د ناستې لپاره د هوايي ډګر ساحې زياتولو لپاره د يو سند پر اساس دا ۲۵۷ جريبه ځمکه غوښتې وه، خو اوس ولايتي اداره د يادې ځمکې د تصفيې په اړه د ولسمشر د حکم له عملي کېدو وړاندې پر دې ځای کار پيلوي.
دى وايي: ((د پوهنتون ډېر رئيسان تېر شول، خو په دې مسئله پوه و او کار يې نه پرې لاره، خو دې رئيس د خپل نوم لپاره په ډېره سپين سترګۍ حوزه او امنيت ملي راوستل او په زور يې کار شروع کړ.))
يو بل قومي مخور سيف الرحمن وايي، تر دې وړاندې هم د تېرې د اوسېدونکو ۱۰۸ جريبه ځمکه پکتيا پوهنتون او لسګونه جريبه د ولايت مقام او نورو دولتي ادارو له خوا لاندې شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((دا ځمکه ۳۱۳ جريبه ده، له موږ سره حکومت دلته ۵۶ جريبه او څو بسوې لري، نوره دا زموږ خپله ځمکه ده، موږ يې ټول اسناد په لاس لرو.))
بل اعتراض کوونکي اسماعيل پژواک ته وويل، له ګاونډي هېواد پاکستان څخه د دوی سلګونه کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي او د سرپناه لپاره يواځې همدا يو ځای لري، خو په خبره يې دولت ورسره د همکارۍ پر ځای دا ځمکه هم ترې په زور اخلي.
نوموړی وايي: ((ټوله په زور راڅخه نيسي، دا مو شرعي قبالې دي. کډې مو له پاکستان نه راغلې دي، هيڅوک د سرپناه ځای نه لري. حکومت له موږ سره ډېر زياتی کوي.))
مدني فعال جمعه ګل افغان هم په دې چاره کې اړوند دولتي ارګانونه پړه بولي او د يادې ځمکې پر تصفيې سربېره له اړوندو ادارو غواړي چې د دې خلکو د حق ضايع کېدو مخه ونيسي.
دى وايي، دوی شرعي او ټول مالي اسناد لري. د دوی تقريبا نيمايي کورونه په پاکستان کې مهاجر دي او نيم دلته دي، له دوی سره ظلم کېږي. قانون بايد په سم ډول تطبيق او حق، حقدار ته وسپارل شي.
خو بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازی ادعا کوي چې دغه ځمکه دولتي ده او د تېرې اوسېدونکي دې د وروستۍ پرېکړه لپاره خپل اسناد له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن