خوست ښار (پژواک، ١٩ کب ٩٨): د خوست د اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د دلپوريو په سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د عيني شاهدانو په وينا، دغه کسان په یو جومات کې د تکبير ويلو پر سر سره نښتي وو چې خبره وسله والې شخړې ته رسېدلې ده.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې پېښه کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او د بلې کورنۍ درې کسان ټپيان دي.
د بخت الله په نوم عيني شاهد پژواک ته وويل چې دغو دوو کورنيو له پخوا راهيسې خپلو کې ستونزه درلوده.
ورته مهال د خوست ملکي روغتون چارواکي وايي چې د پېښې له ځايه ورته يواځې يو جسد ور وړل شوی دی.
login or register a new account.