Language

“د هغو دولتي ادارو پر وړاندې قانوني چلند کېږي چې له رسنيو سره معلومات نه شريکوي”

مزارشريف (پژواک، ۲۰کب  ۹۸): د بلخ ولايت خبريالان او له رسنيو څخه د دفاع ټولنې وايي، که هره دولتي اداره له دې وروسته خبريالانو سره د معلوماتو له شريکولو ډډه وکړي، نو نومونه به يې افشا کړي.

بلخوا د بلخ والي وايي، د هغو دولتي ادارو پر وړاندې به قانوني چلند وکړي، چې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې ناغېړي کوي او يا هم د خبريالانو د ځورولو سبب ګرځي.

خبريالانو او د رسنيو استازو دغه څرګندونې د کب په ۲۰مه، د بلخ له ولايت مقام، ولايتي شورا او د بشري حقونو له کمېسيون سره په ګډه ناسته کې وکړې.

شمال زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول بشير انصاري وويل، تېر کال په شمال زون کې د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۸ پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي که څه هم خوښي وښوده چې د وړم کال په پرتله په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالې پېښو کې کموالی راغلی، خو زياتوي چې لا هم شمال زون کې ژورنالېستان له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

ده د بېلګې په ډول معلوماتو ته نه لاسرسی هغه ستونزه وبلله، چې په وينا يې ډېری خبريالان ور څخه شکايت لري.

د هغه په خبره، که له دې وروسته هرې ادارې خبريالانو ته د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه؛ نو دوی به يې د خبري کنفرانسونو له لارې نومونه افشا کړي.

انصاري د بلخ له والي څخه غوښتنه وکړه چې له خبريالانو او د رسنيو له مسوولينو سره د همغږۍ غونډې زياتې کړي.

په ورته مهال شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع پژواک ته وويل، په تېرو دوه لسيزو کې رسنيو د بشري حقونو د ودې برخه کې پراخ فعاليت ترسره کړی دی.

هغه اندېښنه وښوده چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون پر تصويب او توشيح سربېره هم يو شمېر خبريالان له ستونزو سره مخامخ دي.

د سامع په خبره، حکومتي ادارې بايد معلوماتو ته د لاسرسي قانون د تطبيق برخه کې جدي هڅې وکړي.

خبريال کاظم حيدري بيا د رسنيو د مسووليت په تړاو خبرې وکړې.

login or register a new account.

Related Topics