Language

ولسمشر د طالب بنديانو د بښنې او خوشي کولو فرمان لاسليک کړ

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٨): ولسمشر اشرف غني د طالبانو د بنديانو د بښلو او خوشي کولو پر يو فرمان لاسليک کړى دى.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د کب په ٢١مه په ټويټر کې ليکلي چې د ولسمشر دغه فرمان څلور مادې لري او نور جزئيات به يې وروسته خپاره شي.

د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي، کوم بنديان چې د دغه فرمان له مخې خوشي کوي، اړ دي چې په ليکلي ډول بېرته د جګړې ليکو ته د نه تګ ژمنه وکړي.

په دې ماده کې زياته شوې چې د دغه فرمان له مخې دغه بنديان د بايوميټريک له درېيو پړاوونو ترسره کېدو وروسته خوشي کېږي.

د ولسمشر د فرمان په دويمه ماده کې راغلي چې د حسن نيت په موخه د طالبانو د ١٥٠٠ بنديانو د خوشي کولو لړۍ د روان لمريز کال د کب له ٢٤مې پيلېږي او هره ورځ به ١٠٠ بنديان د هغوى د عمرونو، روغتيايي حالت او د بند پاتې مودې ته په کتلو سره خوشي کېږي.

د فرمان په درېيمه ماده کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه مذاکراتو پر مهال په هرو دوو اوونيو کې ٥٠٠ بنديان چې ټول يې ٣٥٠٠ کېږي، په دغه شرط خوشي کېږي چې په تاوتريخوالي کې د پام وړ کموالى راشي.

په څلورمه ماده کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر او اړوند ادارې د دغه فرمان په عملي کولو په ګډه کار وکړي.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي هم په ټويټر کې ليکلي چې افغان ولسمشر د بنديانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړى دى.

هغه زياته کړې چې د طالبانو له خوا د ورکړل شوي لېست له مخې به د هغوى ٥٠٠٠ بنديان خوشي کېږي او دا لړۍ له راتلونکې شنبې ورځې څخه پيلېږي.

د تړون لاسلیک

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې راوستو) تړون د کب په ١٠مه په قطر کې لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې به په راتلونکو ١٤ مياشتو کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابرېږي، خو له دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشي شي او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

خو ولسمشر اشرف غني له تړون يوه ورځ وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې د بنديانو د خوشي کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې.

نوموړي د بنديانو خوشي کول يې مشروط ګڼلى او زياته کړې یې ده چې د دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.