Language

پښتون قومي جرګې په افغانستان کې د بهرنۍ لاسوهنې بندېدو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٨): د کوزې پښتونخوا د پښتنو قومي جرګې په يوه ګډه خبرپاڼه کې د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې د هر ډول بهرنيو لاسوهنو بندولو غوښتنه کړې ده.

دغه جرګه  د اسفنديار ولي خان په مشرۍ د عوامي نېشنل ګوند په نوښت او کوربه توب پرون د پېښور ښار په باچا خان مرکز کې جوړ شوې وه.

په دې جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په ګډون د کوزې پښتونخوا او پاکستان د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو پښتنو مشرانو  او مرکزي غړو ګډون کړی و.

له يادې جرګې وروسته د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په يوه خبري کنفرانس کې د جرګې پايلې او ٢١ ماده ييز پرېکړه ليک اعلان کړ.

هغه په افغانستان کې د بهرنيو لاسوهنو د ژر تر ژره بندېدو غوښتې ترڅنګ وويل چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان د ثبات ضمانت ورکوي.

نوموړي د افغانستان د سولې پروسې او په دې برخه کې د وروستيو پرمختګونو هرکلى وکړ.

د عوامي نېشنل ګوند مشر زياته کړه: ((څو پورې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې باوري له منځه ولاړه نه شي، دا ستونزې نه هوارېږي.))

د هغه په وينا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ١٢ سوداګريزې لارې بندې دي، که چېرې دا لارې خلاصې، د خلکو تګ راتګ زيات شي، نو شته بې باورۍ به له منځه ولاړې شي.

د جرګې په ګډه پرېکړه ليک کې ويل شوي چې که په افغانستان کې امن را نه  شي، په پاکستان کې هم امن نه شي راتلای او پر ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو ټينګار شوی چې د افغان رياست په مستحکم کېدو کې مرسته وکړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې د چين- پاکستان په ګډه اقتصادي منصوبه (سي پېک) کې تر اوسه د بلوڅانو خاوره او د پښتنو برخه نه ده په ډاګه شوې او غوښتنه شوې چې د سي پېک په ګډه مشاورتي کمېټۍ کې دې پښتونخوا، سند او بلوچستان ته استازیتوب ورکړل شي.

په پرېکړه کې ليک کې دغه راز په پاکستان کې دننه د پښتنو د نورو ستونزو د حل غوښتنه هم شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د  پښتنو پر خاوره ځاى پر ځاى شوو ماينونو ګڼ شمېر ماشومان، ښځې او نارينه وژلي او معيوبه کړي خو امنیتي ادارو پر ژمنو سربېره تر کلونو تېرېدو وروسته هم دا ماينونه پاک نه کړل، جرګې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.