Language

طالبانو پکتيا کې روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړه

ګردېز (پژواک، ۲۱ کب ۹۸): د پکتيا ولايت روغتيايي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو له شاوخوا دوه مياشتني ځنډ وروسته د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړه.

وسله والو طالبانو وروسته له هغه پر يادو مرکزونو د فعاليت بنديز ولګاوه چې د پکتيا د روغتيايي مرکزونو له قراردادي موسـسې (هېواد) څخه يې د دوی د روغتيا برخې کارکوونکو ته معاشونه، درې امبولانس موټر، د هغوی د ټپيانو لپاره د يو تروماسنټر جوړول او د هغوی له خوا د ورپېژندل شويو لس پاکستاني کمپنيو څخه د درملو د پېرلو غوښتنه کړې وه، خو يادې موسـسې ويلي و، چې د دې غوښتنو پوره کول يې په توان کې نشته.

خو وسله والو طالبانو ويل چې ياد روغتيايي مرکزونه يې د هېواد موسـسې له خوا د خرابو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو او د دې موسـسې په چوکاټ کې پکتيا ته په ځانګړې شوې بوديجه کې د پراخ فساد له امله تړلي و.

د عامې روغتيايي رييس ډاکټر ولايت خان احمدزي پژواک ته وويل چې د روغتيايي خدمتونو بندېدو له امله خلک له خورا زياتو ستونزو سره مخ و او اوس د قومي مشرانو او خلکو په همکاري ورته د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده.

احمدزی وايي: ((شرط دا دی چې خدمتونه بايد باکيفيته وي، دا خو زموږ اصول هم دي چې ټول خدمات د پاليسۍ مطابق خدمتونه وړاندې شي، قومي مشران او خلک په کې دخيل شول، همکاري يې وکړه او کلينيکونه خلاص شول. موږ کار کوو چې خلکو ته بايد باکيفيته خدمات وړاندې کړو.))

د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري وويل چې هېواد موسـسه د پکتيا روغتيايي اړتياوو ته ځواب نه شي ويلای او په خبره يې بايد ژر تر ژره ورسره شوی قرارداد لغو شي.

قادري زياته کړه: ((خلک د صحي مراکزو تړل کېدو له امله ډېر زيات په مشکل کې و، موږ د دې پرېکړې هرکلی کوو او هيله مو دا ده چې عامه خدمات بند نه شي. د هېواد موسـسې قرارداد ډېر کمزوری دی او خدمات نه شي وړاندې کولای. موږ په دې کې د تجديد نظر غوښتنه کوو.))

د پکتيا د ډاکټرانو اتحاديې غړی ډاکټر محمد اصف احمدزی نيوکه کوي چې پکتيا په روغتيايي برخه کې زياتې ستونزې لري، خو اړوند وزارت يې حل ته هېڅ پام نه دی کړی.

احمدزی وايي چې د پکتيا د روغتيايي کلينيکونو د قراردادي موسـسې (هېواد) فعاليتونه د منلو نه دي او د معياري خدمتونو په وړاندې کولو او اړوندو روغتونونو او کلينيکونو ته د اړينو وسايلو په لېږد کې پاتې راغلې ده.

ده زياته کړه چې د دې قرارداد تر لاسه کولو په ازموينه کې د يادې موسـسې لس نومرې کمې او تر نورو شاته وه، خو په خبره يې وروسته د وزارت د ټاکل شوي ټيم له خوا بريالۍ وبلل شوه، چې په خبره يې د پوښتنې وړ ده.

دی وايي:((موږ ته له ولسواليو څخه ناروغان مراجعه کوي چې ډېر کوچنی مشکل لري، کلينيک کولای شي هغه حل کړي، خو په تاسف سره د پرسونل د کموالي يا د درملو او معايناتو د نشتوالي له امله يې نه شي کولای او خلک کرايه مصرفوي، ګردېز ته راځي او دلته يې موږ درملنه کوو.))

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د هېواد موسـسې مسوولينو له دوی سره د خدمتونو ښه کولو ژمنه کړې ده.

login or register a new account.

Related Topics