Language

د روغتيا نړيوال سازمان کرونا ويروس نړيواله وبا اعلان کړه

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٨) : د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې په ټوله نړۍ کې د کروناویروس (کوویډ -۱۹) خپرېدلو ته په کتو، دغه ناروغي د وبا یا ټولنیونې مرحلې ته رسیدلې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان ريیس، تدروس ادهانوم ګیبریسوس پرون د کب په ٢١مه، وويل: “د کروناویروس د خپرېدو حیرانونکې شمېرې ته ډېر خپه یو. د دغې ناروغۍ خپرېدو ته په کتو مو دا پرېکړه وکړه چې کروناویروس د وبا په توګه ومنو. “

​یوه ناروغي یا ویروس هغه مهال په وبا یا پنډمک بدلېږي چې له یوې لویې وچې څخه د بلې لویې وچې خلکو ته په پراخه توګه خپره شي، لکه د زیکا، مرغانو انفلونزا او ایډز په څېر ناروغۍ چې په تېرو کلونو کې په نړۍ کې رامنځته شوې وې.

کروناویروس تر دې دمه د نړۍ ١١٨ هېوادونو ته رسېدلی او لږ تر لږ ۱۲۲ زره کسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي او ۴۳۷۹ کسان يې له امله مړه شوي هم دي.

چین د ۸۱ زره مثبتو پېښو او ۳۱۶۲ مړینو سره د دغو هېوادونو په سر کې دی. ایټالیا کې هم اوسمهال له ۱۰ زرو څخه ډېر کسان په دغه ویروس اخته شوي. ایران بیا د ۹۰۰۰ مثبتو پېښو او ۳۵۴ مړینو سره د کروناویروس په جدول کې درېیم دی.

د کروناویروس لومړۍ پېښه د تېرکال د دسمبر په میاشت کې ثبت شوه او په ډېرې چټکۍ د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته ورسېده. ددغه ویروس له امله په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼې فابریکې، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او په ټوله نړۍ کې پروازونه بند شوي دي او اقتصادي تاوانونه یې اړولي دي.

په افغانستان کې تر اوسه شاوخوا ١٦٠ مشکوکې پېښې معاينه شوې دي چې له ډلې يې يواځې اووه پېښې مثبتې ثبت شوې دي.