Language

ارګ: که تاوتريخوالى کم نه شي د طالبانو بنديان نه خوشې کېږي

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٨) : د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي وايي چې د طالب زندانيانو په اړه د ولسمشر صادر شوى فرمان مشروط دى.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې، له بين الافغاني مذاکراتو مخکې بايد د طالبانو پنځه زره بنديان او ١٠٠٠ تنه ددولت بنديان خوشې شي.

خو لومړى ولسمشر اعلان وکړ چې له امريکا سره يې د طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو که دا کار کوي، نو د حقيقي سولې رامنځته کېدو او جګړې له منځه وړلو په شرط يې کوي.

ولسمشر وړمه شپه د يوه فرمان له مخې د طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان وکړ، خو ويې ويل چې دا به د يو مېکانېزم له مخې خوشې کېږي.

هغه وويل چې په لومړي سر کې به ١٥٠٠ تنه خوشې کېږي چې له شنبې ورځې به پيلېږي او پاتې نور به يې د بين الافغاني مذاکراتو په جريان کې د طالبانو ژمنو ته په کتلو ترسره کېږي.

خو د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر فضلي وايي، تراوسه پورې يو طالب زنداني هم نه دی خوشې شوی، د طالب زندانيانو د خوشې کولو په اړه د ولسمشر صادر شوی فرمان مشروط دی.

هغه په فيسبوک کې ليکلي، لومړى شرط دا دی چې دا هر څه به د يو زماني جدول په اساس کېږي چې هغه څلور پنځه مياشتې وخت نيسي.

د نوموړي په وينا، دويم عمده شرط يې دا دی چې د هرې ډلې زندانيانو په خوشې کېدو سره به په ټول افغانستان کې د ملاحظې وړ تاوتريخوالی کمېږي .

فضلي زياته کړې: (( لکه څرنګه چې موږ د تاوتريخوالي د کمېدو په اوونۍ کې تجربه کړل. له نېکه مرغه موږ د تاوتريخوالي د کمېدو په اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ډېره کمه مرګ ژوبله لرله. ))

د ولسمشر سلاکار وايي، درېيم شرط دا دی چې د طالبانو پاتې درې نيم زره بنديان به د بين الافغاني مذاکراتو پر مهال خوشې کېږي، خو تر اوسه دا مذاکرات نه دي پيل شوي.

د هغه په وينا، دغو شرايطو ته په کتو سره که چېرې د فرمان شرايط ومنل شي؛ نو په راتلونکو څو مياشتو کې به د زرګونو افغانانو د وژلو او وينې تويېدو مخنيوی وشي.

خو فضلي وايي : ((طالبانو زموږ د دغسې حسن نيت پر ضد څرګندونې کړې، داسې ښکاري چې دوی دغو شرايطو ته اماده نه دي. ))

نوموړي وويل، ولسمشر پر دې ټينګار کړی چې د طالب زندانيانو د خوشې کولو په بدل کې بايد ولس ته يوه ډالۍ ولري او هغه د تاوتريخوالی کموالی دی، که دغه شرايط ونه منل شي زندانيان نه خوشې کېږي.))

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين رويټرز اژانس سره په خبرو کې د حکومت دغه شرطونه رد کړي دي.

هغه زياته کړې چې امريکايي پلاوي ته يې د پنځو زرو بنديانو لېست ورکړى او هېڅوک په دې لېست کې جعل او بدلون نه شي راوستلى.