کندوز (پژواک، ۲۳ کب ۹۸) : وسله والو طالبانو لیکوال او ژوزنالست او په کندوز کې د کیهان راډیو مسوول مدیر نور رحیم عاطف له ځانه سره وړی دی.
د افغانستان د ژولستان ددفاع کمیټې لخوا د کب په ۲۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې رحیم عاطف چې له تیرو دوه لسیزو راپه دیخوا یې په بې پرې ډول د ولس غږ پورته کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې عاطف له یوتن بل ملګري سره د کندز دشت ابدان سیمه کې دطالبانو له خوا نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلی، داچې نور رحیم عاطف د ژورنالیزم او ادب په برخه کې بیساري خدمتونه کړي دي دهیواد له ټولو ژورنالستانو، دژورنالستانو ملاتړ بنسټونو، فرهنګیانو او بانفوذه شخصیتونو غږ کوي چې دنوموړي دراخلاصولو په برخه کې غږ پورته کړي.
د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت اکبري پژواک ته وویل چې طالبانو د یوه فرهنګي په ګډون دوه کسان وړي دي او هلته یې د پولیسو یو ساتمن وژل شوی دی.
هغه ویلي چې د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه تر اوسه معلومات نه لري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.