کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د جرمني ځانګړى استازى وايي چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو ماموريت د يو بل کال لپاره تمديد شو.
د جرمني ځانګړي استازي پوټزيل مارکوس په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د دغه هېواد پارلمان پرون د جمعې په ورځ د رايو په اکثريت سره يوه مصوبه تصويب کړه.
هغه زياته کړې چې د دې مصوبې له مخې به د جرمني ځواکونه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ روزنې ماموريت په چوکاټ کې تر ٢٠٢١ کاله پورې فعاليت کوي.
مارکوس ويلي، دا پرېکړه څرګند پيغام ورکوي چې جرمني په هېڅ حالت کې افغانان يواځې نه پرېږدي څو چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات نه وي رامنځته شوى.
جرمني په داسې حال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموريت موده د يوه بل کال لپاره غځوي کړې چې امريکا له طالبانو سره د ځواکونو ايستلو تړون لاسليک کړى دى.
د يادونې ده، جرمني له ٢٠٠٢ کال راهيسې په افغانستان کې د ناټو تر چوکاټ لاندې د افغانستان په شمال کې فعاليت کوي.
اوس مهال د جرمني شاوخوا ١٣٠٠ سرتېري په افغانستان کې مېشت دي چې د افغان ځواکونو د روزنې، مرستې او همکارۍ په برخو کې کار کوي.
په تېرو ١٩ کلونو کې د جرمني ٥٤ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.
login or register a new account.