ژبه

د کرونا مخینوي په موخه دې د ډله ییزو مراسمو له نیولو ډډه وشي

توسط احمد صهیب حسرت

مارچ 15, 2020 - 10:47 am

Views: 71

کابل (پژواک، ۲٥ کب ٩٨): په هغه ويډیو کنفرانس کې چې ولسمشر غني هم په کې برخه لرله، د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي ډېرېدو ترڅنګ ټینګار وشو چې د ویروس د ګواښ تر ختمېدو دې د ودونو او نورو هغو مراسمو له نیولو چې د خلکو د راټولېدو لامل کېږي، ډډه وشي.

په افغانستان کې د کرونا ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې لس په هرات، درې په سمنګان او یوه، یوه په بلخ، کاپیسا او ډایکنډي ولایتونو کې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي تدابیرو په اړه تېره ورځ له غرمې وروسته غونډه جوړه شوه.

سرچینه لیکي، ولسمشر په دې ناسته کې چې ځینو چارواکو هم حضور درلود، د ویډیو کنفرانس له لارې د هرات، نیمروز، سمنګان، بلخ، کاپیسا او کابل له والیانو سره په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي پر تدابیرو خبرې وکړې.

د هرات والي په دغه کنفرانس کې ویلي چې عبدالقیوم رحیمي وویل، تر پنجشنبې پورې نږدې ۱۱زره افغان مهاجر له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلو مېنو ته ځي.

هغه ټینګار کړی چې خلکو ته دې د کرونا ویروس د ګواښونو په اړه عامه پوهاوی زیات شي او په هرات ولایت کې دې پر طبي خدمتونو او تجهیزاتو لا زیات تمرکز وشي.

ده ویلي چې د اړوندو ارګانونو په همکارۍ دې یوه کړنلاره جوړه شي او هڅه دې وشي چې د خلکو د راټولېدو مخنیوی وشي.

وروسته د نیمروز والي سیدولي سلطان په دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د لازمو تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی ويلی یې دي چې په دغه ولایت کې د عامه پوهاي پروسه دوام لري او تر اوسه په کې کومه واقعه نه ده ثبت شوې.

ورپسې د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو د مخینوي په موخه یې له ځینو اقشارو سره  ځینې غونډې جوړې کړې او هغه درې کسان چې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي او په کرونا اخته دي، د دغه ولایت په روغتون کې قرنطین دي.

د ده په وینا، په دغه ولایت کې پر  کرونا ویروس د اخته ناروغانو بسترولو ته د درملو او مشخص مکان په ګډون یوې مشخصې ودانۍ ته اړتیا ده.

همداراز د بلخ والي اسحاق رهګذر ویلي چې په دغه ولایت کې تر اوسه د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده او د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو زیانمننې ته په پام د نوروز جشن لغوه او باید وقایوي تدابیر ونیول شي.

هغه زیاته کړې چې د اردو ۲۰۰ بستریز روغتون یې په واک کې دی او خصوصي روغتونونو هم د چمتووالي اعلان کړی دی.

login or register a new account.