Language

د مبلغینو قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د مبلغینو قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مبلغینو په قانون کې یوه مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۱۷ مادې شاملې دي چې د تطبیق مرجع یې د اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت دی.

سرچینه زیاتوي، په دغه قانون کې د داعي (مبلغ) شرطونه، د دعوت طریقې، د دعوت وسایل، د داعي اداب او د مبلغینو مکلفیتونه ذکر شوي او اړوند حکمونه یې بیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي: «دغه قانون مبلغین مکلف کړي دي څو د علم د فضیلت د بیانولو، د ایمان او اهل السنة والجماعة د عقیدې د ښوونې، د ټولو عبادتونو د ښوونې، د جهاد او زکات د فضیلت د بیانولو، د والدینو، اولاد، ګاونډي، د خاوند او مېرمنې د حقونو او د ښځو د عامو حقونو د ښوونې، د امیر د اطاعت، د حجاب د فرضیت، د ښو اخلاقو، د مسجد د آدابو د بیانولو او نورو مهمو مسایلو په برخه کې دعوت ترسره کړي.»

همدارنګه په دغه قانون کې د اسلامي امارت مسؤولین، عام مجاهدین، د مساجدو امامان او عام خلک مکلف ګرځول شوي چې په دعوت کې له مبلغینو سره همکاري وکړي.