Language

فيصل: حکومت د زندانيانو روغتيايي حالت ته پاملرنه کوي

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٨): د ملي امنيت شورا وايي چې د زندانيانو د روغتيايي حالت په اړه د سره صليب له نړيوالې ادارې سره په ګډه له نږدې کار کوي.

د امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د کب په ٢٦مه په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې حکومت له کوم امتياز پرته په بګرام او څرخي پله زندانونو کې هغوى ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

خو هغه زياته کړې چې د بنديانو د ستونزو اصلي هوارى په درملنې نه، بلکې د سولې له پروسې سره د طالبانو سمې او مثبتې همکارۍ سره کېږي.

هغه زياته کړې چې طالبان بايد په دې برخه کې خپله قوي اراده څرګنده کړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې پرون وسله والو طالبانو په يوه خبرپاڼه کې د افغانستان په حکومتي زندانونو کې د کرونا ويروس د خپرېدو او د زندانیانو د روغتيا په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې ويلي چې حکومتي زندانونو کې د زندانیانو د ګڼ شمېر له کبله د کرونا وېروس خپرېدل لوی ناورين رامنځه کولی شي.

طالبان په داسې حال کې د کرونا وېروس په تړاو دا اندېښنه څرګندوني چې د طالب بنديانو د خوشې کولو موضوع د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جنجالي شوې ده او د دواړو غاړو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيلېدو پر وړاندې يو لوی خنډ ګرځېدلی.

login or register a new account.