کابل (پژواک، ۲٧ کب ٩٨): د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، حکومت د طالب زندانيانو خوشي کولو ته چمتووالی نيولی خو تر هغه نه خوشي کوي چې طالبان تاوتريخوالی کم نه کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کې د افغان حکومت او طالبانو له خپلمنځي خبرو وړاندې د طالب د پنځو زرو او د حکومت د زرو زندانیانو خوشي کولو خبره شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د کب په ۲۰مه په مشروط ډول د یو شمېر طالب زندانیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ.
د افغان حکومت له دغه اعلانه څو ساعته وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهين پر خپل ټويټر لیکلي چې امریکایي پلاوي ته یې د پنځه زره کسانو لېست ورکړی چې هېڅوک په کې جعل کاري نه شي کولای.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې ناجیې انوري د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت د طالب زندایانو ازادولو ته چمتووالی نيولی خو په دې شرط يې خوشي کوي چې طالبان له خپلو ژمنو سره سم د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
هغې زياته کړه، د تاوتريخوالي کمولو موضوع د افغانستان حکومت ته حياتي ارزښت لري او ولسمشر هم په خپل فرمان کې د بنديانو خوشي کېدو لپاره د تاوتريخوالي پر کمېدو ټينګار کړی دى.
انوري وايي: ((له همدې امله مو له طالبانو همدا غوښتنه ده چې له ژمنو سره سم د زيانونو کچه را کمه کړي څو يو ښکاره اقدام وشي.))
دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت وزير سلام رحيمي پرون په يوه مرکه کې ويلي وو چې طالبان دې پر هغه څه عمل وکړي چې له امريکا سره يې هوکړه کې منلي دي.
ټاکل شوې وه چې د کب په ٢٠مه د افغان حکومت او طالبانو ترمنـځ بين الافغاني مذاکرات پيل شي، خو د بنديانو پر سر د را پيدا شوې شخړې له امله دغه کار ځنډېدلى دى.
له دې مخکې د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي چې د طالب بنديانو پر فهرست بيا کتنه کوي، څو ډاډه شي چې هغوى بيا د جګړې ډګر ته نه راګرځي.
ټاکل شوې وه چې د تېرې شنبې په ورځ (١٤ مارچ) د طالب زندانيانو لومړۍ ډله خوشې شي، خو د خوشې کولو پر ميکانيزم د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له امله دغه کار ځنډېدلى دى.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم د دغو بنديانو پر خوشي کولو اندېښنې څرګندې کړې او ويلي یې دي چې په دې اړه ځينو پوښتنو ته بايد ځوابونه وويل شي.
login or register a new account.