کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۸) : دافغانستان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د بندیانو خوشې کولو لړۍ پیل کړي.
نوموړي نن د کب په ۲۸مه، تر ماښام وروسته په ټویټر کې لیکلي، امریکا غواړي چې طالبانوسره د توافق سره سم، د بندیانو خلاصون ژر تر ژره پیل شي.
هغه زیاته کړې، که څه هم دواړو غاړو ژمنه کړې چې داسې به کوي، خو تر دې نیټې پورې هیڅ بندیان نه دي خوشې شوي.
خلیلزاد ویلي، طالبانو منلې چې خوشې شوي بندیان به د سولې په توافقنامه کې شوې ژمنې مني او د جګړې ډګرو ته به نه ستنيږي.
د نوموړي په وینا، د دې کار نقض به د سولې بهیر زيانمن کړي.
دامریکا ځانګړي استازي ویلی، هغه وخت راغلی چې د بنديانو د خلاصون چارې پيل شي
د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې، له بين الافغاني مذاکراتو مخکې بايد د طالبانو پنځه زره بنديان او ١٠٠٠ تنه ددولت بنديان خوشې شي.
خو لومړى ولسمشر اعلان وکړ چې له امريکا سره يې د طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو که دا کار کوي، نو د حقيقي سولې رامنځته کېدو او جګړې له منځه وړلو په شرط يې کوي.
ولسمشر څو ورځې مخکې د يوه فرمان له مخې د طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان وکړ، خو ويې ويل چې دا به د يو مېکانېزم له مخې خوشې کېږي.
هغه وويل چې په لومړي سر کې به ١٥٠٠ تنه خوشې کېږي چې له تیرې شنبې ورځې به پيلېږي او پاتې نور به يې د بين الافغاني مذاکراتو په جريان کې د طالبانو ژمنو ته په کتلو ترسره کېږي. خودا کار ونه شو
خو د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر فضلي وايي، تراوسه پورې يو طالب زنداني هم نه دی خوشې شوی، د طالب زندانيانو د خوشې کولو په اړه د ولسمشر صادر شوی فرمان مشروط دی.
هغه په فيسبوک کې ليکلي، لومړى شرط دا دی چې دا هر څه به د يو زماني جدول په اساس کېږي چې هغه څلور پنځه مياشتې وخت نيسي.
login or register a new account.