Language

ملي امنيت شورا: د بنديانو خوشي کولو په تړاو مو دريځ نه دى بدل شوى

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): د افغانستان د امنيت شورا د بنديانو خوشي کولو په تړاو د زلمي خليلزاد د څرګندونو په ځواب کې ويلي چې په دې اړه يې په دريځ کې بدلون نه دى راغلى.

د امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د کب په ٢٩مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، طالبان بايد له جګړو او وژنو لاس واخلي.

هغه زياته کړې، طالبان بايد دا ضمانت ورکړي چې خوشي کېدونکي بنديان به يو ځل بيا د جګړې ډګر ته نه ځي.

فيصل وايي، اوس د دې وخت را رسېدلى چې طالبان له تاوتريخوالي لاس واخلي او سولې ته خپله ژمنتيا په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د بندیانو خوشي کولو لړۍ پیل کړي.

هغه زياته کړې، امریکا غواړي چې له طالبانو سره له توافق سره سم، د بندیانو خلاصون ژر تر ژره پیل شي.

خلیلزاد ویلي، طالبانو منلې چې خوشي شوي بندیان به د سولې په توافقنامه کې شوې ژمنې مني او د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې، له بين الافغاني مذاکراتو مخکې بايد د طالبانو پنځه زره بنديان او ١٠٠٠ تنه د دولت بنديان خوشي شي.

خو لومړى ولسمشر اعلان وکړ چې له امريکا سره يې د طالب بنديانو خوشي کولو په اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو که دغه کار کوي، نو د حقيقي سولې رامنځته کېدو او جګړې له منځه وړو په شرط يې کوي.

ولسمشر څو ورځې مخکې د يوه فرمان له مخې د طالب بنديانو خوشي کولو اعلان وکړ، خو ويې ويل چې دا به د يو ميکانيزم له مخې خوشي کېږي.

هغه وويل، په لومړي سر کې به ١٥٠٠ کسان خوشي کېږي چې له تېرې شنبې ورځې به پيلېږي او پاتې نور به يې د بين الافغاني مذاکراتو په جريان کې د طالبانو ژمنو ته په کتو خوشي کېږي، خو دغه کار ونه شو.

خو د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر فضلي وايي، تر اوسه پورې يو طالب زنداني هم نه دی خوشی شوی، د طالب زندانيانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر صادر شوی فرمان مشروط دی.

login or register a new account.