ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا له وېرې په مزار شريف د روضې جنډه د شپې لخوا په پټه پورته شوه

د کرونا له وېرې په مزار شريف د روضې جنډه د شپې لخوا په پټه پورته شوه

author avatar
20 Mar 2020 - 10:18
د کرونا له وېرې په مزار شريف د روضې جنډه د شپې لخوا په پټه پورته شوه
author avatar
20 Mar 2020 - 10:18

مزارشريف ( پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ٩٩) : بلخ ولايت کې نوی کال د خلکو له جوش او ولولو پرته پيل شو؛ خو تېره شپه مزار شريف ښار کې هوايي ډزو د خلکو اندېښنې زياتې کړې وې.

هر کال د وري په لومړۍ ورځ مزارشريف کې نوروز جشن او جنډې پورته کولو مېله د لسګونه زره کسانو په حضور کې جوړېده؛ خو سږ کال د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه پر ياد جشن بنديز لګېدلی دی.

تېره شپه ۹ بجې مزارشريف کې حضرت علي ته منسوبه جنډه د روضې يو شمېر (ايشانانو) لخوا ودرول شوه؛ خو دغه محدود مراسم د خلکو او رسنيو له سترګو پناه جوړ شوي وو.

د جنډې له پورته کولو وروسته مزارښار نږدې يو ساعت پر لپسې هوايي ډزې وشوې، چې زيات خلک يې اندېښمن کړي وو.

که څه هم امنيتي چارواکي او د دولتي روغتون مسوولين په دې تړاو معلومات نه ورکوي؛ خو ويل کېږي، چې د هوايي ډزو له امله ۲ ملکيان ټپيان شوي هم دي.

د مزارشريف اوسېدونکي سيد يوسف د حمل په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل، چې فکر يې کاوه تېره شپه مزار ښار د جګړې لومړۍ کرښه ګرځېدلی وو.

هغه زياته کړه چې له استثنا پرته د ښار له ټولو برخو څخه د هوايي ډزو غږونه پورته کېدل او د ښار فضا وحشت نيولې وه.

نوموړی د بلخ پر امنيې قوماندانۍ نيوکه کوي، چې په دې تړاو پاتې راغلې او بايد خلکو ته ځواب ووايي.

د مزارشریف دغه اوسېدونکي وويل: (( موږ وليدل، چې مزارښار کې څومره ډېره نامسووله وسله وال موجود دي، که دغه حالت کنټرول نشي؛ نو خطرناکې پايلې به ولري)).

هغه له مرکزي حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د مزارښار د تېرې شپې ډزو او ناقانونه کړنو په تړاو دې پلټنه وکړي.

د مزار ښار اوسېدونکې زرينه محمدي بيا هيله لري، چې نوی ۱۳۹۹ لمريز کال دې د سولې او ټيکاو کال شي.

هغې پژواک ته وويل، چې د کرونا ويروس له وېرې نوروز جشن لغوه شوی؛ خو زياتوي، چې خلک بايد په نېک فال نوی کال پيل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.