Language

په نړۍ کې له کرونا د مړو شويو کسانو شمېره له لسو زرو واوښته

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٩) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه د مړو شويو کسانو شمېره له لسو زرو واوښت او نږدې ٢٥٠ زره کسان پرې اخته شوي دي.

د کرونا ويروس چې (کويډ١٩) هم ورته وايي چې شاوخوا درې مياشتې د چين د هوبې ولايت په اوهان کې خپور شو او  اوس د نړۍ ١٤٠ هېوادونو ته يې سرايت کړى دى.

په لومړيو کې دغې ناروغۍ په چين کې ډېر زور اخيستى و او په چين کې شاوخوا ٨٠ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته او تر ٣٢٠٠ زيات کسان پرې اخته شول.

خو له تېرې يوې اونۍ راهيسې په چين کې دا ناروغي کنټرل شوې او په وروستيو دوو ورځو کې هېڅوک په چين کې پر دې ناروغۍ نه دي اخته شوي، پرون يواځې درې کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

اوس چين دا ناروغي کنټرول کړې، خو په اروپا ، امريکا او ځينو اسيايي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره خپرېږي او د وروستيو معلوماتو له مخې په ايټاليا کې له دې ناروغۍ څخه د مړو شويو کسانو شمېره له چين څخه زياته شوې ده.

د امريکا د جونس هوپکينس پوهنتون د پلټنې له مخې ، په امريکا او فرانسه کې د کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر په جلا جلا توګه له ۱۰۰۰۰ څخه اوښتی دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په امريکا کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۱۳۳۵۰ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۱۸۸ و. د همدې ورځې په کابو ۱۸ ساعتونو کې په امريکا کې پر دغې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۳۸۹۹ و.

د يو بل خبر له مخې، د فرانسې د روغتيا عمومي ادارې خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۱۰۹۹۵ ته رسېدلی او دغه شمېر د ۱۸ مې نېټې په پرتله ۱۸۶۱ زيات شوی دی. همدارنګه، په دغه هېواد کې تر همدې ورځې پورې د مړه شويو کسانو شمېر ۳۷۲ و.

بر سېره پردې، پرون مازيګره پورې په ايټاليا کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۴۱۰۳۵ و او په ۲۴ ساعتونو کې پر دغې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۵۳۲۲ و. په دغه هېواد کې د مړه شويو کسانو شمېر ۳۴۰۵ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې نږدې ٥٠٠ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او درې تنه مړه شوي دي، دغه راز په ايران کې پر دې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېره له شلو ازرو اوښتى او نږدې ١٥٠٠ تنه مړه شوي دي.

اکثرو هېوادونو خپل ځمکني او هوايي حريمونه تړلي، ښوونځي او دفترونه يې تړلي او خلکو ته يې ويلي دي چې په خپلو کورونو کې قرنطين شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ٨٠٠ ميليونه ماشومان له ښوونځيو څخه پاتې شوې دي.

په افغانستان کې هم تر اوسه د کرونا ٢٤ مثبتې پېښې شوې دي چې يواځې ١٥ تنه يې په هرات ولايت کې دي، دا ټول ناروغان له ايران څخه راغلي دي.