کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٩): د قطر حکومت د طالبانو هغه بريد په کلکه غندلى چې په زابل ولايت کې يې د نوي کال په لومړۍ ورځ ترسره کړى و.
په دغه بريد کې چې د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوى، تر ٢٠ زيات افغان سرتېري وژل شوي چې د راپورونو له مخې، يو شمېر يې سوځول شوي هم دي.
د قطر دولتي اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت دغه بريد غندلى او د پېښې قربانيانو کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى هر ډول تاوتريخوالی او ترهګري په کلکه غندي.
قطر په داسې حال کې دغه بريد غندلى چې هلته د طالبانو سياسي دفتر موقعيت لري .
login or register a new account.