Language

په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله لومړی کس په بلخ کې مړ شو

مزارشريف (پژواک، ٣ وری ٩۹): چارواکي وايي چې په افغانستان کې پر کرونا ناروغۍ اخته لومړی تن په بلخ ولایت کې مړ شو.

د بلخ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر خليل حکمتي، پژواک خبري اژانس ته د دې موضوع پخلى وکړ او ويې ويل، دغه شخص د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکى و او تېره شپه يې ساه ورکړې ده.

ده زياته کړه، دغه شخص چې ايران ته هم نه و تللى، درې ورځې مخکې يې ټيسټ شوى و او ډاکټرانو ورته توصيه کړې وه چې قرنطين شي، خو د ډاکټرانو لارښوونې ته يې پام نه و کړى.

د هغه په وينا، دغه شخص د ګردو او جګړ ناروغي هم لرله.

دا په افغانستان کې د کرونا ويروس لومړنى قرباني دى، خو تردې مخکې پردې ويروس اخته يو کس روغ شوى دى.

د دې ويروس خپرېدل ورځ تر بلې په هېواد کې په ډېرېدو ده.

د ‌عامې روغتيا وزير نن اعلان وکړ چې د لسو تازه پېښو په ثبتېدو په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد.

login or register a new account.

Related Topics