کابل (پژواک، ۴ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزیر پرون اعلان وکړ چې په کابل کې د دوو سفارتونو دوه بهرني ډیپلوماتان هم پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
وزیر د ځینو ملحوظاتو له امله د دوی نومونه او هېوادونه په ډاګه نه کړل او یادونه يې وکړه چې هغوی د بګرام په پوځي اډه کې تر درملنې لاندې دي.
خو یوه باوري سرچينې پژواک ته وويل چې دا ډیپلوماتان د امریکا او ترکیې د سفارتونو اړوند دي.
په کابل کې د ترکیې سفارت یوې سرچینې پژواک ته ومنله چې د دوی د سفارت د یو افغان کارکوونکي د کرونا ټسټ مثبت ثابت شوی دی.
سرچینې زیاته کړه، دغه کارکوونکی چې نوی مقرر شوی و، دوی ترې د روغتیایي سند غوښتنه وکړه خو کله چې هغه روغتون ته د معایناتو لپاره تللی و، همالته په روغتون کې یې نتیجه کرونا وتلې وه.
د ترکیې سفارت وایي چې دغه کس د افغان مسوولینو له خوا قرنطین شوی دی.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت وايي چې دوی له افغان چارواکو سره یو ځای د کرونا د مخنیوي او کنټرول لپاره ټول وقایوي اقدامات پلې کوي.
د سفارت اعلامیه وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو وګړو د روغتیایي خوندیتوب لپاره جدي اقدامات کوي.
خو یادې سرچینې دا په ډاګه نه کړه چې د دوی کوم ډیپلومات دې پر کرونا اخته شوی وي.
login or register a new account.