کابل (پژواک، ٧ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر له نږدې ٥٠٠ سوه زرو اوښتی او څه باندې ٢١زره کسان یې مړه کړي دي.
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندې ٤٧١زره کسان اخته شوي او تر ٢١زره ډېر کسان مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ١١٥زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، په چين کې ٨١زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او څه باندې ٣٢٠٠ کسان مړه شوي، په ايټاليا کې څه باندې ٧٤زره کسان اخته او تر اووه نيم زره ډېر کسان مړه شوي دي.
دغه راز امريکا په درېيم مقام کې دى، هلته ٧٠زره کسان پرې اخته شوي او تر ١٠٠ کسان مړه شوي دي.
ورپسې په هسپانيا، جرمني او ايران کې هم زرګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته او له دغو هېواونو په هر يوه کې تر ٢زره زيات مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم تر اوسه ٨٠ کسان پر دې ناروغۍ اخته او دوه کسان مړه شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان دا ناروغي نړيواله وبا اعلان کړې او له ټولو هېوادونو يې د جدي پاملرنې، مبارزې او وقايې غوښتنه کړې ده.
بلخوا ملګرو ملتونو هم پرون په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ پر ضد د ښې مبارزې لپاره د جګړې بندولو او اوربند غوښتنه کړې ده.
login or register a new account.