Language

کندوز کې پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٩): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې پنځه سرتېري او اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د وري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په نو اباد سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه سرتېري وژل شوي او شپږ نور بيا طالبانو له ځان سره بيولي دي.

سرچينه زياتوي چې وسله والو طالبانو د پوستې ټولې وسلې او نور تجهيزات هم له ځان سره وړي دي.

دغه راز د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي هم پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يو شمېر سرتېري وژل شوي او ځيني نور طالبانو بيولي دي.

دغه راز د سيمې اوسېدونکي نورالدين پژواک ته وويل: ((تېره شپه ناوخته جګړه پيل شوه، څو ساعته يې دوام وکړ، سهار چې خبر شوو، طالبانو د نو اباد پوستې يو شمېر سرتېري وژلي وو.))

خو بل لور ته د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې څلور امنيتي سرتېري او اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه د امنيتي سرتېرو د نيول کېدو مسئله رد کړه او زياته يې کړه چې په دې جګړه کې پنځه طالبان ټپيان شوي هم دي.

د کندوز حکومتي مسوولينو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ياودنې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.