Language

په ننګرهار کې د کرونا يوه مثبته پېښه ثبت شوه

 کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په ننګرهار ولايت کې د کرونا د يوې مثبتې پېښې په ثبت سره په هېواد کې ددغو پېښو شمېر ٩٥ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وياند داکټر وحيد الله مايار پژواک ته وويل چې دا د کرونا لومړنۍ پېښه ده چې په ننګرهار کې ثبت کيږي.

ده وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د کابل مرکزي لابراتوار کې د ٩٤ پېښو سمپل اخيستل شوى و، چې ٩٣منفي او د جلال اباد يوه پېښه مثبت وه .

هغه زياته کړه چې په جلال اباد کې په کرونا اخته شوى کس څه موده مخکې له عمرې هېواد ته راستون شوى و.

 د ننګرهار د والي وياند عط الله خوږياڼى وايي چې په کرونا اخته کس حصرت بلال نوميږي، ٥٠کاله عمر لري او د جلال اباد د هډې فارم اوسېدونکى دى، چې لس مياشتې مخکې له سعودي څخه راغلى و او درې ورځې مخکې مشکوک ګڼل شوى و.

 تراوسه د نړۍ په ١٩هېوادونو کې دغه ناروغي خپره شوې او ٢١ زره کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. 

 تراوسه په هرات او بلخ کې درې کسان ددې ناروغۍ له مله مړه شوي

login or register a new account.