Language

د پکتيا ډنډپټان کې د قومي جګړې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز (پژواک، ۲۱ وری ۹۹): د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د منګل او خروټو تر منځ د قومي جګړې په ترڅ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې دوه ماشومان او يوه ښځه وژل شوي او د دوه ښځو په ګډون څلور کسان ټپيان دي.

سيمه ييز مسوولين او د سيمې اوسېدونکي وايي چې ياده مرمۍ تېر ماښام د منګل قوم له خوا د څېړۍ کڅ پر خروټو توغول شوې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده. د ډنډپټان ولسوال عيدمحمد احمدزي پژواک ته وويل چې د يادو دوو قومونو تر منځ په سيمه کې د داري درنګ غره او ببرې ډنډو ځمکې د ملکیت پر سر له شاوخوا دېرش کلونو راهيسې شخړه ده، چې له تېر يو کال راهيسې په جګړو اوښتې.

احمدزی وايي چې پر ډېورنډ فرضي کرښه پرتې دې سيمه کې يادې جګړې ته د ګاونډي پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی هم لمن وهي او ادعا کوي چې د جګړې ښکېلو غاړو ته وسلې هم ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې د دې خونړۍ قومي شخړې د هواري لپاره يې ولايتي ادارې ته وړانديزونه کړي او په سيمه کې يې په دايمي ډول د امنيتي ځواکونو د يوې قرارګاه د ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې، خو تراوسه په دې اړه څه نه دي شوي.

عيدمحمد احمدزی وايي:((دلته چې نظامي قوت استعمال نه شي او زيات امکانات ونه کارول شي، د ولسوالي په قوتونو له امکان څخه وتلې خبره ده؛ ځکه هغه دواړه خواوې مسلح دي، ۵۰۰ شاوخوا له يوې خوا او همدومره له بلې خوا مسلح دي. دا حقوقي مسله ده او قضا ته مو تحويل کړې ده.

 آی اېس آی يې اکمالوي.)) د څمکنيو ولسوالي سرطبيب ډاکټر رحيم الله وايي چې دوی ته د پېښې له ځايه څلور تنه ټپيان ور وړل شوي، چې د دوه تنو روغتيايي حالت يې نازک او ګردېز ته يې لېږدولي دي.

همدارنګه د پکتيا د حوزوي روغتون مرستيال مشر ډاکټر اصيل خان ناصري پژواک ته وويل چې ګردېز ته د رالېږدول شويو ټپيانو روغتيايي وضعيت خراب و او پلازمېنې کابل ته يې لیږدولي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پېښه تائيدوي، خو په خبره يې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل شوې دي. حسرت پژواک ته وويل چې ولايتي ادارې، د سرحدونو او قبایلو وزارت يو ټاکل شوي پلاوي او په ولسي جرګه کې د پکتيا ځينو استازو د دې قومي شخړې د هواري لپاره هلې ځلې پیل کړې، خو په خبره يې د ځينو يو طرفه ستونزو له امله بې پايلې شوې دي.

نوموړي زياته کړه:((په ډنډپټان ولسوالي کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې دوه ماشومان او يوه مېرمن په شهات رسېدلي او څلور تنه نور ټپيان دي. د دې پیښې اصلي منشا نه ده معلومه. زموږ امنيتي او تحقيقاتي ټيم پر دې کار کوي.)) په ياده سيمه کې منګل له خروټو، مقبلو او د سيمې له ځينو نورو اوسېدونکو سره د ځمکو، غرونو او تابعيت تذکرو پر سر بیلابیلې ستونزې لري، چې د غره او ځمکې د ملکیت پر سر له تېر کال راهيسې په دې وسله والو شخړو کې دواړو خواوو ته زيات زيانونه اوښتي دي.

 

login or register a new account.