خوست ښار (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : ځایي سرچینې وایي چې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ ولسوال په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.
ددې ولایت یوې حکومتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د وري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه تیره شپه په لسو بجو په خلبسات سیمه کې رامنځته شوې وه.
سرچینې زیاته چې وسله والو طالبانو ولسوال ته په کمین کې ناست وو او په برید کې یې ولسوال عبدالحی ځاځی سطحي ټپي، خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو د ولسوال موټر او یو میل وسله هم له ځانه سره وړي ده.
د خوست امنیه قوماندانۍ او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن