کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۹) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هیواد کې د کرونا ډیری ناروغان ځوانان ، د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر ننه پورې په ټول هیواد کې ۸۴۰ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته، ۳۰ تنه مړه او ۵۴ نور روغ شوي دي.
ددغه وزارت سلاکار وحیدالله مایار د وري په ۲۸مه، د دغه ناروغۍ د ناروغانو په اړه نوي معلومات خپاره کړي دي.
ددغه معلوماتو له مخې، له یادو ناروغانو څخه یې اوه تنه له لسو کلونو کم عمر لري، ۵۹ ناروغان د ۱۰ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي.
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې چې ۲۵۶ ناروغان د ۲۰ او ۲۹ ترمنځ او ۲۳۱ نور ناروغان له ۳۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري.
سرچینې زیاته کړې چې ۱۳۰ ناروغان د ۴۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ، ۸۴ د ۵۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ ۵۲ ناروغان د ۶۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ ۱۳ ناروغان د ۷۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او اوه تنه نور ناروغان له ۸۰ کلونو زیات عمر درلودونکي دي.
د عامې روغتیا وزاروات وایي چې له هرو لسو ناروغانو څخه یې درې تنه ښځې دي او له ټولو ۸۴۰ ناروغانو څخه ۲۶ سلنه یې ښځې جوړوي.