Language

سمنګان کې چاودنې یو پولیس وواژه، څلور نور یې ټپیان کړل

ایبک (پژواک، ۶ غویی ۹۹): د سمنګانو ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو په یو مرکز کې چاودنې یو پولیس وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.

د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه تېره ورځ مازیګر مهال د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان الماس په مرکز کې وشوه.

د هغه په وینا، په دغه چاودنه کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

ولسوال وایي چې تر اوسه د دغې چاودنې علت او څرنګوالی نه دی معلوم، خو پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پېښې یوه ورځ مخکې، د الماس له کسانو یوه تن، د یادې ولسوالې د مرکز اړوند د "ازبک پریده" سیمې په پوسته کې دوه نور سیمه ییز پولیس پر ډزو ووژل او دی له پنځه میله سپکو وسلو سره د دولت وسله والو مخالفینو سره یو ځای شو.

login or register a new account.