Language

په کندوز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ٢٧ کسان نيول شوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ غويی ٩٩): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په تېره يوه مياشت کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور ٢٧ کسان نيول شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير د غويي په ٢٣مه خبريالانو ته وويل، په تېره يوه مياشت کې که څه هم پوليس د کرونا له امله د قرنطين په وضع کولو بوخت وو، خو بيا يې هم په ښار او ولسواليو کې يو شمېر تورن کسان نيولي دي.

دى وايي چې په دغه موده کې پوليسو له کندوز ښار او ولسواليو څخه ٢٧ کسان د ترهګريز کړونو د ترسره کولو، قتل، غلا، انسان تښتونې، د نشه يي توکو د قاچاق او پلور او په بېلابېلو نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.

قوماندان زياته کړه چې له يادو کسانو څخه يو شمېر وسلې هم ترلاسه شوي او دوسيې يې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

خو بل لورته د کندوز ښار اوسېدونکي وايي چې اوس مهال په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو کچه لوړه ده.

د کندوز ښار اوسېدونکي شفيق الله پژواک ته وويل: ((په ښار کې نشه يي توکي ازاده خرڅيږي، غلا کيږي، اختطاف کيږي، جدي يې بايد مخه ونيول شي او نيول شويو کسانو ته هم بايد سخته سزا ورکړل شي.))

د کندوز ښار بل اوسېدونکى ګل رحيم بيا وايي چې د کرونا ويروس له امله ګڼ شمېر ځوانان وزګاره شوي او ډېرو يې اوس د پیسو د ترلاسه کولو په موخه غلاوو او نورو جنايي جرمونو ته مخه کړې ده.

دى وايي: ((قرنطين د حل لار نه ده چې خلک په لوږه کور کې کېښنوو، دولت بايد دې ستونزې ته يو اساسي د حل لار پيدا کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کندوز اوسېدونکو د جنايي جرمونو د کچې د لوړوالي له امله شکايتونه کړي وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.