ښرنه (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : د پکتيکا ولايت امنیه قومانداني وايې،پولیسو په دغه ولایت کې یو تن د خپلې ښځې د پزې پرې کولو او درې تنه نور د بېلابېلو قتلونو په تړاو نیولي دي.
د پکتیکا دامنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين نن پژواک اژانس ته وويلچې پوليسو تېره شپه په جانې خيل ولسوالۍ کې هغه کس نيولی چې يوه اونۍ وړاندې يې دخپلې ميرمنې پزه په چاقو پرې کړي وه.
د پکتيکا دښځو چارو مشرې بې بې حوا ميدان وال هم د یاد کس نیول تاییدوي او وایي چې ياده ميرمن دا مهال تر درملنې لاندي ده.
ارين وايې، چې دوو وسله والو طالبانو څلور ورځې مخکې د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسن نومي کلي کې دوه قومي مشران او يوه پنځه کلنه ماشومه وژلي او دوه ماشومان يې ټپيان کړي وو.
هغه وایي چې دغه دوه کسان هم امنیتي ځواکونو نیولي دي.
دغه راز د هغه په وینا، پولیسو هغه کس هم نیولی چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې یې دوه پوليسپه ډزو وژلي و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP