کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹): د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر ځانګړی سکرټر (دستیار) تېره شپه په کابل کې په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د غویي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د کابل ښار د اتمې حوزې په رحمن مېنه (کارته نو) سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د کابل ښار د اتمې امنیتی حوزې اړوند سیمه کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پر ځانګړي سکرټر( دستیار) مطیع الله عبدالرحیمزي د هېواد د ښمنانو له خوا برید شوی چې له امله یې نوموړی ټپي شوی.
دی وایي، موظف ډاکټران ډاډ ورکوي چې دا مهال د عبدالرحیمزي روغتیایي حالت ښه دی او تر روغتیايي څارنې لاندې دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزير محمد حنیف اتمر دغه مکار او ناځوانه ترهګریز برید په کلکه غندي او مطیع الله ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.
نوموړي وويل چې دغسې ترهګریز بریدونه به د خلکو او وطن د ګټو، سولې او سرتاسري امن د ټینګښت په لارې کې د دوی د روانو هڅو او کوښښونو مخه ونه شي نیولی.
اتمر ویلي، همدا مهال له امنیتي او کشفي ارګانونو سره همکارۍ روانې دي، تر څو د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته و سپارل شي.
تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.
login or register a new account.