Language

طالبانو په تخار کې نهه پاڅون کوونکي وژلي دي

تالقان (پژواک، ٣١ غويى ٩٩): د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله نهه پاڅون کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په لاله ګذر سيمه کې د ملک تاتار پر پاڅونوالو بريد کړى دى.

ده وويل چې په دغه بريد کې د ملک تاتار نهه پاڅونوال وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

خليل اسير زياتوي چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

ملک تاتار په تخار ولايت کې پخوانى جهادي قوماندان دى چې ډېرى وخت د ده د کسانو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.

په ورته وخت کې په تخار کې مدني فعال نعيم رحيمي هم پژواک ته وويل چې تېره شپه يوه بجه د ملک تاتار د کسانو او طالبانو ترمنځ په خواجه بهاوالدين کې جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته معلومه نه ده.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 د يادونې ده چې د روانې اوونۍ په پيل کې هم د طالبانو په يوه کمين کې د ملک تاتار نهه پاڅونوال وژل شوي وو او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.