کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د متحده ايالتونو- طالبانو تړون کې د ترهګرۍ خلاف ژمنې، بین الافغاني مذاکرات، د ځواکونو وتل او تدریجي اورکم چې په دوامداره اوربند بدلیږی، سره تړليدي.
خلیلزاد دغه څرګندونې په قطر کې له طالبانو او په کابل کې له افغان مشرانو سره تر لید نو کتنو وروسته په خپل ټویټر کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې په قطر کې یې له ملا برادر او د طالبانو د سیاسي کمېسیون له غړو سره درې رغنده غونډې درلودې.
خلیلزاد وایي : (( په دې غونډو کې مې ټينګار وکړ چې د متحده ايالتونو- طالبانو توافق لیک کې د ترهګرۍ خلاف ژمنې، بین الافغاني مذاکرات، د ځواکونو وتل او تدریجي اورکم چې تلپاتې اوربند ته وغځیږي، سره تړليدي.))
د هغه په وینا، د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بندیانو د خلاصون په ګډون، ټولې خواوې په ټولو برخو کې تطبيقي الزامات لري.
د امریکا ځانګړی استازی وایي چې دغه راز یې د لادرکه امریکایانو، مارک فریریچس او پاول اووربي، په اړه هم له طالبانو سره خبرې وکړې او په کندوز، غزني او خوست کې د طالبانو د وروستيو بریدونو په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې.
ده زیاته کړه چې د ولسمشر اشرف غني له خوا د یرغلیزو عملیاتو د پیلولو داعلان په اړه د طالبانو پر اندېښنو وغږېدل.
خلیلزاد ویلي:(( د تاوتریخوالي په اړه مې طالبانو ته وویل چې تاوتریخوالی باید د ټولو خواوو له خوا لږ شي. د دې جګړې لګښتونو، بېګناه افغانان خورا ډېر او د اوږدې مودې لپاره کړولي دي.))
د هغه په وينا، طالبانو د توافق لیک پلي کېدو ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه او هغوی وویل: ( زموږ د اتباعو د موندلو لپاره به ټول هغه څه وکړي چې وس یې لري. دوی به د راتلونکي اقدام په اړه له خپل مشرتابه سره مشوره وکړي. ))
د امریکا ځانکړي استازي په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې په کابل کې یې ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره هم ګډ او جلا جلا ولیدل او دواړو ته یې د سیاسي تړون مبارکي ورکړه.
هغه وایي، له افغان مشرانو سره یې په لیدنو کې د نورو هغو ژمنو (په بېړه) په ترسره کولو توافق وکړ چې د متحدو ایالتونو- طالبانو په توافق لیک او د متحدو ایالتونو – افغانستان په ګډې اعلامیې، د دواړو لورو د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په ګډون، په کې راغلي.
ده زیاته کړې : (( له ډاکټر عبدالله سره په ملاقات کې، موږ د ده د نوې دندې د اجرایي کولو لپاره د ده پر پلان وغږېدو او له ده او د ده له ډلې سره به له نږدې کار وکړو.))
login or register a new account.