Language

​د خوست په درېیو ولسوالیو کې جوړ شوي روغتیایي مرکزونه تشکیل نه لري

خوست ښار (پژواک،  ۸ غبرګولی۹۹): د خوست په درېيو ولسواليو کې د عامې روغتيا وزارت له خوا کلونه مخکې د روغتيايي مرکزونو لپاره جوړې شوې ودانۍ تراوسه هيڅ تشکيل نه لري او غير فعالې دي.

د سيمې اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولايتي شورا غړي وايي چې ددغو ودانيو ځيني برخې تخريب شوې او که ژر فعالې نه شي او ګټه ترې وانه خيستل شي، ښايي په بشپړ ډول تخريب شي، چې بيا به يې جبرانول ډېر ګران وي.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د دېرش بستريز روغتون، يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د څلورو ولسواليو لپاره جوړ شوی دېرش بستريز روغتون، د تريزو عليشېرو ولسوالۍ د هارون خېلو، سين خوره او د سپينکيو بوړيو کلينيکونو هغه پنځه ودانۍ دي، چې شاوخوا پنځه کاله مخکې جوړې شوې، خو تراوسه تشکيل نه لري او غيرفعالې دي.

د معلوماتو له مخې، پر دغو پنځو واړو ودانيو نږدې دوه سوه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې يوه يې د هندوستان په مرسته، دويمه هغې يې د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت او پاتې درې نورې يې د عامې روغتيا وزارت په پيسو جوړې شوې دي.

د خوست د ولايتي شورا يوتن غړي جانمير ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، ددغو ودانيو ځيني برخې تخريب شوې دي او وايي که حکومت يې پروخت غم ونه خوري او تشکيل ورنه کړي، ښايي له استفادې ولويږي.

هغه وايي ولايتي شورا دا ستونزه څو څو ځله د عامې روغتيا رياست او ولايتي ادارې سره شريکه کړې، څو د اړونده وزارت څخه دغو کلينيکونو ته د تشکيل غوښتنه وکړي، خو تراوسه په دې برخه کې هيڅ ګام نه دی اخيستل شوی.

ده زياته کړه: ((دا اندېښمه مو مخکې هم شريکه کړې او اوس يې بيا هم شريکوو چې دا کلينيکونه بايد فعال شي، که چېرې فعال نه شي، دا د تخريب په حال کې دي. دې باندې خو په ميليونونو پيسې مصرف شوې دي. چې په هر ډول وي دغو کلينيکونو ته بايد تشکيل ورکړي، څو خلکو ته خدمات وړاندې کړي.))

ددغه ولايت يوتن مدني فعال سپين روان نوروزي بيا پژواک اژانس ته وويل چې د عامې روغتيا سکتور د سالم نظارت نه درلودل ددې لامل شوي، چې له کبله يې ياد کلينيکونه او روغتونونه تراوسه تشکيل نه لري او غير فعال دي.

دی وايي: ((دا څه کوې حتی په ولسواليو کې کوم کوچني کلينيکونه چې شته هغه هم غير فعال دي، ځکه د هغوی  تشکيلاتو څخه سم نظارت نه دی شوی، چې هغه خپلو دندو ته ځي، حاضري ورکوي نه يې ورکوي.))

د عبدالصمد او عبدالناصر په نومونو د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ دوو اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم درې کلينيکونه چې په ياده ولسوالۍ کې جوړ شوي، فعالولو ته يې جدي اړتيا ده، ځکه د هغوی په وينا، موجوده کلينيک چې هلته موقعيت لري، د دوی اړتياوې نه شي رفع کولی.

هغوی وايي: ((کلونه کيږي چې زموږ په سيمه کې ياد درې کلينيکونه جوړ دي، خو فعال شوي نه دي، دولت نه مو غوښتنه دا ده چې دا راته فعال کړي، ځکه موږ له ښار څخه لرې يو او ناروغ پروخت روغتون ته نه شو روسولی. دا درې کلينيکونه چې زموږ په ولسوالۍ کې جوړ دي، ځيني برخې يې سر له اوسه تخريب دي، که چېرې ژر فعال نه شي، نور ساختمان به يې هم تخريب شي.))

بل خوا د خوست د عامې روغتيا ریيس ډاکټر حبيب شاه انصاري بيا پژواک اژانس سره خبرو کې وويل ځيني کلينيکونه چې دده له راتګ څخه مخکې جوړ شوي، همغه وخت يې له وزارت څخه د تشکيل غوښتنه نه ده شوې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.