کابل(پژواک، ۱۹غبرګولی۹۹): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په داسې حال کې هېواد ته د ۱۱۵ ټنه سوداګريزو توکو د راتلو خبر ورکوي چې د کابل ښار يو شمېر ښاريان وايي، که څه هم خوراکي توکي ډېر راغلي خو بیې یې لا هم نه دي ټيټې شوې.
د ترانسپورټ وزارت وياند علي سينا سايد پژواک ته وويل چې د تېرې اوونۍپه جریان کې په را وارد شوو ۱۱۴زره او ۸۷۰ ټنه توکو کې غنم، اوړه، غوړي، تېل، ګاز او نور غير خوراکي توکي په ۱۹۳۸ واګونونو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ بندرونو له لارې هېواد ته راوړل شوي دي.
دی زياتوي، په يادو توکو کې ۸۱۸۵ ټنه غنم، ۳۸۹۹۲ ټنه اوړه، ۳۱۰۰ ټنه غوړي، ۳۸۸۱۰ ټنه تېل، ۱۳۲۰۲ ټنه ګاز، ۹۲۲۵ ټنه ساختماني او نور توکي چې هېوادوالو ورته اړتيا لري، شامل دي.
هغه زياته کړه، د ترانسپورټ وزارت او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي چې د راوړلو شوو توکو د رالېږد بهير په منظم ډول او له وقفې پرته ترسره کړي، څو د هېواد په بازارونو کې د لومړنيو اساسي توکو د کمښت مخه ونيول شي.
خو ځیني کابل ښاريان بيا د خوراکي توکو د بيو پر لوړوالي نيوکې کوي او له اړوندو ادارو يې د کنټرول غوښتنه کوي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی ذکي د سوداګرو او هټۍ والو له خوا په لوړه بیه د توکو پر پلور نيوکه کوي او وايي، په نورو هېوادونو کې سوداګر د قرنطين په ورځو کېله خلکو سرهمرسته کوي، څو د لومړنيو توکو بيې تر اصلي بیې هم په ټیټه بیه خلکو ته ورکړي، خو له بده مرغه چې په افغانستان، په ځانګړي ډول کابل کې سوداګر احتکار کوي او توکي په لوړه پيه پلوري.
هغه وايي، په لوړه بيه د توکو پلور يو فرهنګ ګرځېدلی او زياتوي، پر ګرځېدو د بنديزپه پيل سره هر ورځ د افغانستان له بندرونو په زرګونه ټنه خوراکي توکي راوړل کېږي خو بیا یې هم د بيو پر ټيټوالي اغېز نه دی کړی.
دی زياتوي:«همدا اوس يوه ۲۴ کيلويي بورۍ پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، يوه بورۍ قزاقي اوړه په ۱۹۰۰، ۱۶ لېتره پیپ غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې له قرنطين وړاندې يوه بورۍ لومړۍ سېله وريجې په ۲۱۰۰ افغانۍ، اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ او غوړي په ۱۴۰۰ افغانيو پلورل کېدل.»
د کابل ښار بل اوسېدونکی مختار وايي، سوداګرو له کرونايي حالته ناوړه ګټه اخلي او خوراکي توکي لکه اوړه، وريجې، غله، غوړي، غوښه، هکۍ او تازه مېوې په لوړه بيه پلوري.
هغه چې د کورنۍ د اوو غړو سرپرستي ور له غاړې ده، پژواک ته وويل، له هغې ورځې چې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې پر ګرځېدو محدودیتونه لګول شوي، کاروبار هم کم شوی او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دی د سوداګر پر احتکار نيوکه کوي او وايي: ((په داسې حالت کې د دې پر ځای چې د خدای ج د رضا په خاطر د خوراکي توکو بيې ټيټې کړي، خو دا له خدايه نه وېرېدونکي خلک خوراکي توکي څو چنده په لوړه بيه پر خلکو پلوري.))
خو د کابل ښاروالي وايي چې په کابل ښار کې د لومړنيو توکو د بيو د کنټرول په موخه يې يو کمېټه ګومارلې او هر ورځد کابل ښار په بازارونو کې د لومړنيو توکو بيې څېړي او له هغو کسانو سره چې سرغړونه کوي، قانوني چلند کوي.
login or register a new account.