کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۹) : ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه هم خبرې وشي.
په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي سفیر سټیفانو پونټیکروف د غبرګولي په ۲۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا دوه ورځڼۍ غونډه راتلونکې اوونۍ د غبرګولي په ۲۸مه، د چهارشنبې په ورځ پیلیږي.
هغه زیاته کړه چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کیږي، د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه هم خبرې کیږي.
نوموي وویل چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت او د افغان سولې پروسې په اړه د وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې وشي.
د هغه په وینا، په دې غونډه کې به د افغانستان له سولې او ثبات سره د ناټو سازمان د اوږود مهاله همکاریو او مرستو ژمنه یو ځل بیا تازه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو سازمان سرمنشي دوه ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ناټو سازمان ددفاع وزیران په داسې حال کې د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کوي چې د افغانستان سولې پروسې هڅې ګړندۍ شوې دي، دواړو لورو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ تیزه کړې او د بین الافغاني مذاکراتو ژر پیلېدو ته هیله مندي زیاته شوې.
بلخوا د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر او پاکستان ته سفرونه کړي او د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران هم پرون کابل ته راغلي وو.
login or register a new account.