کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د يو مکتوب په ترڅ کې يې له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتي چې حکيم الکوزى ونيسي او عدليي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي.
د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني د غبرګولي په ٢١مه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، کوم درمل چې د حکيم الکوزي له خوا د کرونا ويروس د درملنې لپاره جوړ شوي په خپل ترکيب کې نشه يي توکي لري.
ده وويل چې دغه درمل د کرونا ويروس په درملنه کې هېڅ ډول مثبت اغېز نه لري او په راتلوونکي کې خلک په نشه يي توکو اخته کوي.
وزير وويل، د ساينس په کمېټه کې چې کورني او بهرني همکاران په کې شته ، د حکيم الکوزي د فعاليت د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده.
وزير وايي: ((دغه موضوع مې د کابينې غونډې ته هم وړاندې کړې، ولسمشر هدايت ورکړى چې په دغه برخه کې داسې اجراات وشي چې له حقوقي او مسلکي پلوه د منلو وړ وي.))
د نوموړي په وينا، تېره ورځ يې ديوه رسمي مکتوپ په ترڅ کې د کورنيو چارو له وزارت څخه غوښتنه کړې چې حکيم الکوزى ونيسي او عدليي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي.
محمد الکوزى چې په حکيم الکوزي مشهور دى، ادعا کوي چې د کرونا ويروس واکسين يې جوړ کړى او له څه مودې راهيسې دغه واکسين په کابل ښار کې پر خلکو وېشي.
هغه په دې وروستيو کې په هرات ولايت کې هم يو دفتر پرانستى چې هره ورځ ګڼ شمېر خلک ورځي، خو ځينې نور هېوادوال بيا په دې باور دي چې دغه شان ګڼې ګوڼې د کرونا ويروس د خپرېدو لامل کيږي.
په دې اړه د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين پژواک ته وويل، که د حکيم الکوزى اړوند کوم مکتوب د کورنيو چارو وزارت اړوندې څانګې ته رسېدلى وي نو ډېر ژر به اقدام وکړي.
خو تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت وياند پژواک ته ويلي و چې که په دې اړه له دوى څخه رسمي غوښتنه وشي، ډېر ژر عمل کوي.
بل لورته د عامې روغتيا وزارت سرپرست دا هم وويل: ((د کرونا ويروس به د اوونيو او مياشتو لپاره نه، بلکې د يوې اوږدې مودې لپاره له موږ سره وي، بايد په دغه برخه کې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنې جدي ونيول شي.))
عثماني له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې له کرونا ويروس څخه د مخنيوي په موخه بايد له ماسک څخه استفاده وکړي، هره ورځ لاسونه څو ځلې په اوبو او صابون پرېمنځي او ترڅنګ يې ټولنيز واټن هم مراعت کړي.
login or register a new account.