کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹) : روسیه وایي چې راتلونکې اوونۍ له امریکا او افغانستان سره د سولې پروسې په تړاو ګډ کنفرانس جوړوي.
د روسي رسنۍ اسپونتیک د خبر له مخې، دا خبره افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون خبریالانو ته کړې ده.
هغه زیاته کړې چې دا درې اړخیز کنفرانس به دغبرګولي په ۲۶مه، د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې جوړ شي.
د کابلوف په وینا، په دې ویډیو کنفرانس کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمى خليلزاد، دافغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او دی په خپله (کابلوف ) ګډون کوي.
دی وایي چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان سولې پروسې د ترسره شویو او راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې اترې وشي.
د روسیې دغه استازی وایي چې دا کنفرانس د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په غوښتنه جوړیږي.
دا کنفرانس په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د افغانستان سولې لپاره هڅې چټکې شوې دي، د امریکا ځانګړي استازي قطر، پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي دي.
دغه راز د پاکستان د پوځ مشر او د قطر ځانګړي استازي هم کابل کې له افغان مشرانو سره د سولې پروسې د بېلا بېلو اړخونو په خبرې کړې دي.
login or register a new account.