کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹) : د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې امر او یو شمیر نور مسوولینو دندې وخنډول شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په ۲۲مه، پژواک اژانس ته وویل چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي نن د پنځمې امنیتي حوزې د امر، جنایي مدیر او دټولي امر دندې وځنډول.
هغه زیاته کړې چې دغه اقدام ددوی لخوا په دندو کې د غفلت او په سیمه کې د نا امنیو په اړه د خلکو د شکایتونو په تړاو شوی دی.
ارین وایي چې وظیفوي غفلت د وزارت رهبرۍ ته په هیڅ توګه د منلو وړ نه دی او ډير ژر به ددوی پر ځآی نور کسان په پنځمه حوزه کې په دندو وګومارل شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي ګواښ کړی چې که په هره امنیتي حوزه کې پيښه وشي، مسوولین یې له دندو لرې کیږي.
د پنځمې حوزې مسوولین یې په داسې حال کې لرې کړي چې نن ماښام د کمپنۍ په بازار کې د پولیسو پر پوستې برید شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن