Language

په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۴زرو واوښت

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۵۵۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۴۱۰۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۰۶۵ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۵۵۶ يې مثبتې دي.

په خپرپاڼه  راغلي چې په تازه ثبت شوو پېښو کې ۲۵۳ په کابل، ۷۴ په بلخ، ۴۳ په ننګرهار، ۲۸ په تخار، ۲۳ په بامیان، ۲۳ په کندهار، ۲۲ په بغلان و ۲۰ د میدان وردګو په ولايتونونو کې دي.

دغه زار سرچينه لیکي چې ۱۷ کسان په کونړ، ۱۲ په لوګر، ۹ په زابل، ۸ په غزني، ۸ په نیمروز، ۶ په دایکندی، ۵ په هلمند، ۳ په لغمان و ۲ تن د ارزګان په ولايتونونو کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۲۷۳ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۴۲۰۱ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۵ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۴۵۱ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په ډېروالي سره په هېواد کې د کسب او کار کړنلاره تصويب کړه چې له تېرې اوونۍ راهيسې په هېواد کې يې پلي کېدل پيل شوي دي.

دغه راز د عامې ورغتيا وزارت ويلي و چې د کرونا ويروس په افغانستان د پراخېدو په حال کې ده او دغه وژنې ناروغۍ د هر افغان تر کوره رسېدلې چې له همدې امله خصوصي روغتيايي مرکزونه ته اجاز ورکول کېږي څو د کرونا ناورغۍ تشخيص کړي.

دغه وزارت وايي، دوی له کرونا سره د مبارزې نوې تګلاره جوړه کړې چې د دې تګلارې له مخې د خصوصي روغتيايي سکټور په ګډون ټول روغتيايي سکټورونه کولای شي د کرونا ناروغي تشخيص او درملنه يې وکړي.

له دې سره سم، د عامې وزارت ويلي چې دوی له کرونا د مبارزې په برخه کې د روغتيايي متخصصينو تر مشورې وروسته پنځه لويې تګلارې جوړې کړې چې له مخې به يې د يادې ناروغۍ ډېر ناروغان تشخيص کړل شي

login or register a new account.