کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٦١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۵۵۰۰ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر شفيق الله شهيم د غبرګولي په ٢٦مه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
هغه وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس سلګونه شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٧٦١ يې مثبتې دي.
شهيم وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۵۵۰۰ ته لوړه شوه.
ده وويل چې په تازه ثبت شويو پېښو کې ٢٣٧ په کابل، ١١٣ په کندوز، ١٠٣ په لوګر، ٩٣ په تخار، ٣٧ په پروان، ٣٠ په ميدان وردګو، ٢٥ په کندهار، ٢٢ په ننګرهار، ١٦ په پنجشېر، ١٥ په باميان، ١٥ په پکتيا، ١٤ په بغلان، ١٢ په اروزګان، ١١ په بدخشان، لس په دايکنډي، څلور په نورستان او څلور هم کندوز ولايتونو کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اووه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٤٧٨ ته ورسېد.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٦٥ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ٥٠٩٠ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت مسوولينو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هرات کې د کرونا د تازه پېښو د ثبتېدو په اړه څه ونه ويل، خو ويل کيږي چې په دغه ولايت کې د کرونا د ټسټ کېټونه له تېرو دوه ورځو راهيسې خلاص شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کورته رسېدلې دي، نو خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې د دغې ناروغۍ درملنه وکړي.
login or register a new account.