Language

پژواک د کرونا په اړه”د اطلاعاتو رسولو” برخه کې اتله رسنۍ وپېژندل شوه

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹) : د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان پژواک خبري اژانس د کرونا په اړه د “معلوماتو اتلانو” لېست کې راوستی دی.

د دغه سازمان له خوا د غبرګولي په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ټوله نړۍ کې ۳۰ رسنۍ او خبریالان د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو او اطلاعاتو رسولو اتلان اعلان کړي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې پژواک خبري اژانس او د طلوع نیوز تلوېزیون خبریاله انیسه شهید په دې اتلانو کې راوستي دي.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې هر بحران له ځانه سره اتلان زیږوي او له همدې امله د کرونا په وبایي حالت کې په نړۍ کې یو شمېر رسنۍ او ژورنالېستان شته چې کرونا د هغوی د کار پر وړاندې خنډونه پیدا نه کړای شول.

سرچینې زیاته کړې، دا چې په دې سختو حالاتو کې دغو خبریالانو او رسنیو خلکو ته د کرونا په اړه دقیق او کره معلومات ورکول، په اصل کې همدوی اصلي اتلان دي.

د پژواک اژانس رییس دانش کړوخېل پر دې سترې لاسته راوړنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وایي چې د دوی ډېرو همکارانو د قرنطین او د کرونا د خپرېدو په سختو حالاتو کې سخت کار او فعالیت کړی دی.

هغه زیاته کړه چې ده او شاوخوا ۱۵ کارکوونکو یې د یوې میاشتې لپاره ځانونه په دفتر کې قرنطین کړي وو او په سختو شرایطو کې یې خپلو کارونو ته ادامه ورکوله او هڅه یې وکړه چې هېوادوالو ته د کرونا په اړه په وخت او کره معلومات ورکړل شي.

کړوخېل وایي چې اوس هم یو شمېر همکاران یې ټولو احتیاطي او وقایوي تدابیر په پام کې نیولو سره هره  ورځ کنفرانسونو او ساحو ته ځي او خلکو ته د معلوماتو او اطلاع رسولو برخه کې خپل رسالت ترسره کوي.