Language

​په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۶۳۱۰ ته ورسېد

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٩٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۶۳۱۰ ته لوړ شو.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٤٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٧٩٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۶۳۱۰ ته لوړ شو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٤٦٠ په کابل، ٦١ په بدخشان، ٥٩ په تخار، ٥٨ په باميان، ٣٤ په لوګر، ٣٤ په بغلان او ٢٨ په پکتيا ولايتونو کې دي.

دغه راز له دغو پېښو  ١٣ په لغمان، ١٣ په کندهار، لس په زابل، شپږ په پروان، شپږ په هلمند، پنځه په پنجشېر، څلور په کندوز او دوه هم په نيمروز ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دغه ويروس څخه د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٤٩١ ته رسېږي.

د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨١ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۵۰۸ ته لوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په هرات کې د کرونا کومه پېښه له دې امله نه ده ثبت شوې چې په دغه ولايت کې د کرونا د ټسټ کېټونه خلاص شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کور ته رسېدلې دي، نو ځکه خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې د دغه ويروس ناروغانو درملنه وکړي.

login or register a new account.