Language

بریتانوي څیړونکو ویلي چې د کرونا ارازنه درمل یې موندلی

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹): بریتانوي کارپوهان وايي، چې د کرونا ناروغۍ لپاره یې ارزانه درمل موندل چې هر څوک یې ترلاسه کولی شي.

د بي بي سي د راپور له مخې، دغه درمل ډېکسا مېټازون (dexamethasone) نومیږي ، ارزان بیه درمل دي چې په پراخه کچه موندل کېږي او د کورونا وېروس سختو ناروغانو په ژوند ژغورلو کې مرسته کولای شي.

بریتانوي ماهرینو  زیاته کړې،  د کمې کچې سټرائیډ لرونکي دغه درمل له کورونا وېروس سره مبارزه کې ‘یو مهم پرمختګ دی. ‘

د راپور له مخې، ویل کېږي د هغو ناروغانو مړینې کچه چې په مصنوعي توګه تنفس ورکول کېږي، له دې درملو سره یو په درېیمه برخه کمېږي.

کارپوهان وايي، که په برتانیا کې د کورونا وېروس خپریدو له لومړي سره دغه درمل کارول شوي وای، کېدای شي تر ۵۰۰۰ زره پورې کسانو ژوند ژغورل شوی وای.

دوی زیاتوي، دغه درمل چې بیه یې ټیټه ده، په بېوزله هېوادونو کې هم د ډېرېدونکي شمېر ناروغانو په درملنه کې مرسته کولای شي.

د راپور له مخې، په یوه څېړنه کې چې مشري یې د اکسفورډ پوهنتون ماهرینو کړې دغه درمل پر ۲۰۰۰ کسانو ازمایل شوي، او پایلې له هغو نورو ۴۰۰۰ ناروغانو سره پرتله شوې دي چې دغه درمل نه وو ورکړل شوي.

د څېړونکو د ډلې مشر پروفیسر پېټر هوربې وايي:  ”دا تر اوسه یوازیني درمل دي چې کارولو سره یې د مړینې کچه کمه شوې ده او په څرګند ډول یې کمه کړې ده، دا خورا مهم پرمختګ دی. ”

دغه درمل له مخکې په ځینو نورو التهابي حالتونو کې کارول کېږي او داسې ښکاري چې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په څېر داسې حالت کې چې د بدن دفاعي قوت کمېږي، دا درمل مرسته کوي.