کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ٥٤٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۴۲۴ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د غبرګولي په ٣١مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤٥٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٥٤٦ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۴۲۴ ته ورسېد.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٧٣ په کابل، ١٣٢ په هرات، ٦٨ په خوست، ٣١ په پکتيکا او ٢٦ په تخار ولايتونو کې دي.
دغه راز د دغو پېښو له ډلې ١٩ په دايکنډي، ١٨ په کونړ، ١٦ په فراه، نهه په نورستان، نهه په پکتيا، نهه په کندوز، اته په لوګر، شپږ په بلخ، شپږ په پنجشېر، پنځه په سمنګان، څلور په کندهار، څلور په هلمند او درې هم په ننګرهار ولايتونو کې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٣٠ کسان له کرونا بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته رغېدلو کسانو شمېر ٨٢٩٢ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت دغه راز وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ٢١ کسان مړه شوي چې په دې سره له کرونا د مړه شوو شمېر ٥٦٩ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کور ته رسېدلي دي؛ نو ځکه خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې پر دغه ويروس د اخته کسانو درملنه وکړي.
login or register a new account.