کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹): د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره طالبان د ټولو بندیانو پر خوشې کولو، خو د افغانستان حکومت د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۸ لمریز کال دکب په ۱۰مه، په قطر کې تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې باید تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي.
لومړیو کې افغان حکومت د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ، خو وروسته ولسمشر د بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې تر اوسه د طالبانو تر درېیو زرو ډېر بندیان خوشې شوي، دغه راز طالبانو هم تراوسه شاوخوا ۶۰۰ دولتي بندیان خوشې کړي دي.
د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله څه موده مخکې هیله څرګنده کړې وه، چې بین الافغاني مذاکرات راتلونکو دوو اوونیو کې ممکن پیل شي، دا دوه اوونۍ تېرې شوې، خو له ځینو اقداماتو سره سره لا هم د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل د ځنډ او خنډ ښکار دي
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی اسدالله وحیدي وایي چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې دوه خنډونه شته دي.
هغه پژواک اژانس ته وویل چې لومړی خنډ د حکومت له خوا د طالبانو د بندیانو خوشې کول وو، چې دقطر د هوکړې له مخې باید حکومت پنځه زره بندیان خوشې کړي، خو تر اوسه د غه کار له ځنډ او خنډ سره مخ دی.
وحیدي وایي، دا اساسي خنډ دی او دا ستونزه تراوسه نه ده هواره شوې، که څه هم ولسمشر غني ویلي چې پاتې بندیان به هم خوشې کړي، خو د معلوماتو په اساس ستونزه د بندیانو د خوشې کولو په څرنګوالي کې ده، کوم بندیان چې طالبان غواړي، هغه حکومت نه خوشي کوي او کوم چې حکومت خوشې کوي هغه طالبان نه مني.
ده زیاته کړه چې دویمه ستونزه ددولت پر مرکچي پلاوي د طالبانو اعتراض دی، طالبانو پخوا ددولت پلاوی رد کړی او ټینګار یې کړی چې له سیاسي جهتونو سره خبرې اترې کوي.
د هغه په وینا، خلیلزاد په دې وروستیو کې هڅې کړي چې پر افغان حکومت په پلاوي کې بدلونونه راولي، دغه راز له طالبانو یې هم غوښتي چې له افغان پلاوي سره خبرو ته چمتو شي.
وحیدي پر حکومت نیوکه وکړه چې لا هم ناغیړي کوي، د مصالحې شورا لا تکمیل نه ده، مرستیالان یې لا نه دي ټاکل شوي، حکومت هڅه کوي، خنډ جوړ کړي او دې ته ګوري چې د امریکا ټاکنې څه پایله لري، ځکه که ټرمپ ټاکنې بایلي ممکن د قطر تړون لغوه شي.
د سیاسي چارو بل شنونکی شفیق همدرد وایي چې د بین الاافغاني خبرو د نه پیلېدو ډېر لاملونه دي، خو دوه لامله يې چې ډېر بارز او څرګند دي هغه ښکاره او پټ لاملونه دي.
هغه پژواک اژانس ته وویل، ښکاره لامل یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې باید د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې شي، چې دا کار لا نه دی تکمیل.
login or register a new account.