Language

امریکا : پاکستان اوس هم د ترهګرو لپاره خوندي ځای دی

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پاکستان اوس د ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي ځای دی چې له هغه ځایه پر افغانستان او هند باندې بریدونه کوي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د ترهګرۍ په اړه پخپل کلني راپور کې کړې چې پرون ناوخته یې خپور کړی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۹ کال کې په ترهګرۍ ضد مبارزې باندې متمرکز دی په ځانګړې توګه د افغان طالبانو او لشکر طيبه څخه د پاکستان د ملاتړ یادونه شوې چې د افغانستان ضد فعالیت کوي.

سرچینې زیاته کړې، پاکستان اوس هم دترهګرو لپاره خوندي ځای دی، خو اسلام اباد ددغو ډلو پر وړاندې پوره اقدام نه کوي.

په راپور کې راغلی، پاکستان اجازه ورکړې تر څو د لشکر طيبه او جیش محمد په څیر ترهګرې ډلې ددې هیواد له خاورې څخه پر هند بریدونه وکړي.

سرچینې ویلي: “پاکستان اوسمهال د ټولو ترهګرو سازمانونو د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې ندي عملي کړي. اسلام آباد د جیش محمد د ډلې د مشر مسعود اظهر او ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د برید د اصلي طراح ساجد میر، پر ضد هیڅ اقدام ندی کړی او داسې رپوټونه شته چې دغه دوه ترهګر د دولت تر ملاتړ لاندې په پاکستان کې ژوند کوي.”

دا په داسې حال کې ده ، چې پاکستان  تل دا ډول ادعاوې رد کړې او ځان یې د ترهګرۍ قرباني ګڼلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ویلي چې لا هم د پاکستان په ځینو مدرسو کې سخت دریځي تدریس کیږي او پاکستاني مقامات پدې هکله بسیا اقدام نه کوي.

خو په دغه راپور کې د افغانستان سولې پروسه او طالبان د مذاکراتو میز ته راوستلو کې د پاکستان ستاینه شوې ده.