کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹) : د امریکا ددفاع وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په فراه ولایت کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.
د امریکا ددفاع وزارت له خوا د چنګاښ په ۱۵مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وینسنټ سباسټین په نوم دغه ۲۱ کلن سرتېری د جمعې په ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې په فراه ولایت کې مړ شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه پېښه ددوی تر پلټنې لاندې ده.
تر دې وړاندې سیګار په یوه راپور کې ویلي و چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا ځینو نورو امریکایي رسنیو ویلي چې په روان کال کې تر دې دمه نهه کسه وژل شوي دي. تېر کال بیا په افغانستان کې ټولټال ۲۰ امریکايي پوځیان وژل شوي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن