کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۸۶ نوې مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۱۹۴ تنو ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د چنګاښ په ١٨مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۷۴۲ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۲۸۶ يې مثبتې دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۸۳ په کابل، ۸۱ هرات، ۳۰ بامیان، ۳۰ بادغیس، ۱۶ دایکندی، ۱۳ غور، ۹ بلخ، ۵ تخار، ۵ کندوز، ، ۳ پغلان، ۳ میدان وردګ، دوه دوه لوګر ، پروان او پنجشیر او یویو په ننګرهار او لغمان کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۴ کسان له کرونا څخه مړه او ۴۱ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو شمېر له ۲۱ زرو څخه واوښته.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښونې عملي کړي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده
login or register a new account.